IQNA

قرآنی سورې/34

په سباءسورې کې د پلار پيغمبر او زوي  معجزې

15:45 - October 09, 2022
د خبر لمبر: 3486304
ایکنا-(تهران)په نبیانو کې ؛زکریا او یحیی،ابراهیم او اسحاق،ابراهیم اواسماعیل او یعقوب او یوسف پلار او زوی  وو چې معجزې ئې بیان شوي دي،البته په دوي کې  د داؤد او سلیمنا کیسه د یادونې وړ ده.

 ایکناخبری اژانس راپور ورکوي. د قرآن کریم څلوردیرشمه سوره ؛سباء ده .په دغې سورې ۵۴آیتونه دي  او دا په مکې کې نازله شوي سوره ده ،پر پیغمبر اکرم باندې په نازلو شوو سورو کېاته پنځوسم لمبر باندې نازله شوي سوره ده . سباء سوره په دوویشتمې سپارې یا جزوې کې واقع ده.

ددغې سورې نامه  په دې کې د موجود 15آیت په دلیل دهچې په هغه کې د سباء نامه راغلې ده،سبا د یمن یو ښار دی  چې په همدې نامې سره یو قوم پکې اوسیدۀ او دحضرت  سلیمان پیغمبر په دوران کې پر دغې سیمې یوه میرمن واکمنه وه چې نامه ئې بلقیس  وه، ددغې سورې په یوې برخې کې دحضرت سلیمان او دهغه قوم سبا ترمینځ د رابطې کیسه موجوده ده .

 په دغې سورې کې  دنورو مکي سورو په شان د توحید،نبوت او قیامت  په باب خبرې شوي دي  دخدای د منکرانو او د جزا اوسزا او د منکرانو د اعتراضونو ته دځوابونو ذکر پکې شوی دی. 

په دغې سورې کې دتوحید پر موضوع خاص توجه شوې ده،البته  د عالم خلقت  کې د نورو فرعي موضوعګانو،له مستکبرانو سره د مستضعفینو د مناظرې  او په قیامت کې د خبرو، دپیغمبرانو  د معجزو،د شکر کونکو اوناشکرو  دانجام او دخدای تعالی د نښو نښانو باندې دغور او فکر خبرې هم په تفصیل سره پکې شوي دي .

د پلار زوي پیغمبرانو  کیسه چې په هغو کې  حضرت داؤد  په لاس د وسپنې نرمښت او  دحضرت سلیمان په لاس  دهوا مسخر  کیدل دي، په دغې سورې کې بیان شوي دي.

همداشان  په دغې سورې کې  غرۀ او مرغانو  له حضرت داؤد سره خبرې  کولې، ډال یا زغره جوړول، د حضرت سلیمان پيروکار جنیّان، د سپینو زرو او وسپنې نور لوخي  او د ودانیو جوړول،د حضرت سلیمان  مرګ او د قوم سباءکیسه او د ناشکره قوم پر باغونون د سیلاب  غذاب نالیدا، ددغې سورې نوره  کیسې دي.

https://iqna.ir/ur/news/3512844/%D

تړلې خبرونه
captcha